۰
طالبان:

که له نوملړ سره سم مو بندیان خوشي کړئ، بیا خبرې پيلوو

چهارشنبه ۱۸ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۱۹
په قطر کې د طالبانو استازي وایي، که له نوملړ سره سم یې بندیان ازاد نه شي بین الافغاني خبرې نه پيلوي.
که له نوملړ سره سم مو بندیان خوشي کړئ، بیا خبرې پيلوو
په قطر کې د طالبانو استازي وایي، که له نوملړ سره سم یې بندیان ازاد نه شي بین الافغاني خبرې نه پيلوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبره د طالبانو د سیاسي دفتر غړي ملا شهاب الدین دلاور د ویډیو کنفرانس له لارې په بهر کې له میشتو افغانانو سره خبرو کې کړې ده.

دلاور له بهر مېشتو افغانسانو سره پر سوله، بین الافغاني خبرو او د زندانیانو پر خوشي کېدو خبرې کړې دي.

د راپورونو له مخې مولوي دلاور ویلي تر هغه چې افغان حکومت ددوی بندیان خوشي نه کړي، دغه ډله بین الافغاني خبرو ته نه حاضرېږي.

هغه له امریکا غوښتي څو پر افغان حکومت فشار راولي چې بندیان له نوملړ سره سم خوشي کړي.

نوموړي په دې خبرو کې همدا راز ویلي چې د سولې هوکړې عملي کولو ته ژمن دي او له نورو لورو هم غواړي چې پر ژمنو عمل وکړي او بین الافغاني خبرو ته زمینه برابره کړي.

طالبانو وروسته تر دې دغه څرګندونې کړې چې افغان حکومت د څه باندې پنځه سوه طالب زندانیانو له خلاصولو ډډه وکړه.

ملي امنیت شورا وایي چې دغه طالبان په ګڼو جرمونو کې ښکېل دي نو طالب وسله وال یې دې پر ځای د نورو کسانو نوملړ ور وسپاري څو افغان حکومت د پنځه زره کسانو لېست پوره کړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي