۰
ملي امنیت شورا:

طالبانو په یوه میاشت کې ۱۴۵۶ ترهګریز فعالیتونه کړي دي

شنبی ۲۸ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۷
د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، وسله والو طالبانو په یوه میاشت کې ۱۴۵۶ ترهګریز فعالیتونه ترسره کړي دي.
طالبانو په یوه میاشت کې ۱۴۵۶ ترهګریز فعالیتونه کړي دي
د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، وسله والو طالبانو په یوه میاشت کې ۱۴۵۶ ترهګریز فعالیتونه ترسره کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه شورا نن شنبې د چنګاښ ۲۸ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، په دغه فعالیتونو کې د طالبانو له خوا ۱۲۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۹۱ نور یې ټپیان کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو پر ژمنه عمل نه دی کړی او نه یې هم په لویو ښارونو کې له بریدونو ډډه کړې ده.

د ملي امنیت شورا وايي، طالبانو تر ټولو ډېر بریدونه په ښارونو کې کړي چې په کندهار، سمنګان او ننګرهار ولایتونو کې یې تلفات اړولي دي.

امنیت شورا زیاته کړې، چې طالبانو په دې ترهګریزو بریدونو کې له ځانمرګو، بریدونو، ماینونو، مقناطیسي ماینونو او نورو لارو استفاده کړې ده. امنیت شورا دغه راز زیاتوي چې طالبانو هدفي وژنې هم کړې دي او هېوادوالو ته یې تلفات اړولي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي