سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې د هوايي برید او افغان ځواکونو سره د نښتې پر مهال ۳۷ طالبان وژل شوي، چې ۲۵ په کې پاکستانیان دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پر طالبانو هوايي برید د کندهار په تخته پل ولسوالۍ کې شوی او افغان ځواکونو په ارغستان ولسوالۍ کې له طالبانو سره نښته کړې ده.
د کندهار د پولیسو ویاند جمال بارکزی وايي، تېره شپه طالبانو تېره شپه وسله والو طالبو غوښتل د کندهار د تخته پل ولسوالۍ د تورو په سیمه کې پر پولیسو حمله وکړي، چې د افغان او بهرنیو ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د غوڅ ملاتړ هوایي ځواکونو پر حمله کوونکو طالبانو برید کړی، چې ٢٥ طالبان پکې وژل شوي او څلور جسدونه یې هم په سیمه کې پاتې دي.
د کندهار د پولیسو ویاند وايي، وژل شوي طالبان پاکستاني دي او د یو شمېر هغو پېژندپاڼې هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
په ورته وخت کې نوموړي زیاته کړه، چې د ارغستان ولسوالۍ د شېخانو غونډۍ په سیمه کې وسله والو طالبانو پر پولیسو حمله کړې چې د افغان ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شوي دي.
بارکزی زیاتوي، چې په دغه پېښه کې پنځه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د یو بل خبر له مخې، وسله والو طالبانو د معروف ولسوالۍ د تغړي په سیمه کې پر پولیسو حمله کړې، چې په نتیجه کې یې اووه طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د کندهار د پولیسو ویاند وایي، په دغو پېښو کې افغان امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کندهار