سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، طالبانو په بدخشان ولایت کې د لاجوردو کان د نیولو په موخه پراخ بریدونه پیل کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امنیه قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني زیاتوي، چې طالبانو له تېرو دریو ورځو راهیسې په کران او منجان ولسوالۍ کې د لاجوردو د کان د نیولو لپاره بریدونه پیل کړي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې اوس هم په یاده سیمه کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه ونه ویل.
د پولیسو د ویاند په وینا پرون هم سیمې ته مرستندویه ځواکونه رسېدلي او اوس هم خو لا هم په دغه ولسوالۍ کې جګړه جریان لري.
طالبانو تر اوسه د دغه جګړې په اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:بدخشان