د پاکستان نظامي چارواکو په یوه ناسته کې افغان سوله د سیمې امنیت او ثبات لپاره اړینه بللې او د افغانانو د خپلمنځي خبرو پر ژر پیلېدو یې ټینګار کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه په دې غونډه کې د افغان سولې برخه کې پر وروستیو پرمختګونو خوښي څرګنده کړې ده.
د پوځ مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، باجوه د افغان حکومت له لوري یې د ۴۰۰ طالب زندانیانو خلاصون ته په اشارې ویلي، افغانستان کې د سولې لپاره یو غوره فرصت برابر شوی.
د پاکستان د پوخ مشر جنرال باجوه ټینګار کړي، چې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره بین الافغاني مذاکراتو ته سخته اړتیا ده او له هر څه ژر باید پیل شي.
د یادونې ده چې پرون د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم له افغان سفیر سره په لیدنه کې د بین الافغاني مذاکراتو پر ژر پیلېدو یې ټینګار کړی و.
جمهورخبري آژانس:کابل