۰

کرام الدین کریم ونه نیول شول، ځانګړي ځواکونه د سیمې خلکو کلابند کړي

دوشنبه ۳ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۰۳
افغان ځانګړو ځواکونو غوښتل پر جنسي ځورونې تورن د افغانستان د فوټبال فدراسیون پخوانی مشر کرام الدین کریم ونیسی، خو د سیمې د خلکو له غبرګون سره مخ شول.
کرام الدین کریم ونه نیول شول، ځانګړي ځواکونه د سیمې خلکو کلابند کړي
افغان ځانګړو ځواکونو غوښتل پر جنسي ځورونې تورن د افغانستان د فوټبال فدراسیون پخوانی مشر کرام الدین کریم ونیسی، خو د سیمې د خلکو له غبرګون سره مخ شول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پولیسو ځانګړي ځواکونه د ځمکې او هوا له لارې تېره شپه پنجشېر ولایت ته چېرته چې کریم اوسي تللي و تر څو هغه ونیسي.

خو د هغه د عملیاتو پر مهال د پنچشېر ولایت د بازارک د سیمې خلک د کریم په پلوی راوتلي او له افغان ځواکونو سره یې ان نښته هم کړې ده.

ځايي چارواکي هم تاییدوي، چې ځانګړي ځواکونه د فوټبال فدراسیون د پخواني مشر کرام الدین کریم د نیولو لپاره ورغلي و، خو د هغه په نیولو نه دي بریالي شوي.

د پنجشېر ولایت مرستیال والي محمد امین صدیقي وایي، دغه عملیات له دوی سره په نه همغږۍ تر سره شوي او دا مهال د سیمې شاوخوا دوه سوه کسانو، چې کابو ټول یې وسلې لري ځانګړي ځواکونه ایسار کړي دي.

دی وايي، د پنجشر د ځواکونو د همغږۍ له مرکز څخه بازارک سیمې ته یو شمېر سرتېري لېږل شوي، تر څو د سیمې قهرجن خک ارام کړي او ایسار سرتېري ترې راخوشي کړي.

په ورته وخت کې ځینې سرچینې وايي، دا چې د سیمې خلکو لار بنده کړې وه، نو ځانګړي ځواکونه د خاواک کوتل له لارې د بغلان اندراب ته وتلي دي.

کورنیو چارو وزارت تر اوسه د عملیاتو په اړه معلومات نه دي ورکړي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون پخوانی رئيس کرام‌الدین کریم د انجونونو د فوټبال د ملي لوبډلې د غړو په جنسي ځورونې تورن دی.

د افغانستان د انجونو د فوټبال د ملي لوبډلې پخوانۍ کپتانې خالدې پوپلزۍ د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۸ په نوامبر کې له ګارډین ورځپاڼې سره په مرکه کې ښاغلي کریم تورن کړ چې د فوټبال پر یوشمیر لوبغاړو یې جنسي تیری کړی، خو نوموړي دا ادعاوې رد کړي دي.

تیره میاشت افغان ولسمشر محمداشرف غني د پنجشیر ولایت له اوسېدونکو څخه وغوښتل چې کرام‌الدین کریم له دغه ولایت څخه وشړي ترڅو قانون ورباندې تطبیق شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي