۰

هند د کابل تاریخي بالاحصار رغوي

سی شنبه ۴ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۲۵
افغان حکومت وايي، هند به د آغا خان انکشافي فرهنګي شبکې پر مټ د کابل بالاحصار تاریخي سیمې بېرته ورغوي.
هند د کابل تاریخي بالاحصار رغوي
 افغان حکومت وايي، هند به د آغا خان انکشافي فرهنګي شبکې پر مټ د کابل بالاحصار تاریخي سیمې بېرته ورغوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ خبرپاڼه کې ویل شوي، د بالاحصار د رغولو تړون پرون دوشنبې د وږي ۳ مه کابل کې د هند سفیر وینی کمار او اغا خان انکشافي شبکې د استازو منځ د ولسمشر غني په حضور کې لاسلیک شو.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د کابل بالاحصار تاریخي سیمو د بیارغونې او مرمت پروژه د هند جمهوریت په مالي مرسته د اغاخان انکشافي فرهنګې شبکې په مټ تطبقېږي.

په دغه مراسمو کې د هند سفیر ویلي، د کابل بالاحصار د افغانستان له تاریخي ځایونو څخه دی او هند د تاریخي ځایونو بیارغونې ته لېوال او د افغانستان تر څنګ ولاړ دی.

وینی کار ټینګار کړي، چې هند د سوله ییز، هوسا او پرمختللي افغانستان غوښتونکی دی او هیله لري، چې دغه پروژه په بریالي ډول پای ته ورسېږي.

بل خوا د اغا خان د انکشافي شبکې ډیپلوماټيک استازي شهیره زاده هرجي هم ویلي، دغه بنسټ فرهنګې برخه د تاریخي ځایونو د بیارغونې او مرمت په برخه کې د افغانستان په مرکز او ولایتونو کې فعالیت لري او په دې برخه کې بېلابېلې پروژې جریان لري.

په ورته وخت کې ولسمشر غني له افغانستان سره د هند له مرستو مننه کړې او ویلې یې دي، هند د عمراني کارونو په برخه کې د افغانستان ښه همکار دی.

د کابل بالاحصار چې په تېرو وختونو کې د افغانستان د ارګ په توګه هم ورڅخه استفاده کېدله د افغانستان مهمو تاریخي ځایونو څخه ګڼل کیږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي