۰

ارګ: طالبانو په مذاکراتو کې د برلاسي لپاره هدفي وژنو ته مخه کړې

چهارشنبه ۱۰ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۶
افغان حکومت وايي، وسله والو طالبانو د سولې په مذکراتو کې د برلاسي او زیات امتیاز اخیستو په موخه هدفي وژنو او ترورونو ته مخه کړې ده.
ارګ: طالبانو په مذاکراتو کې د برلاسي لپاره هدفي وژنو ته مخه کړې
افغان حکومت وايي، وسله والو طالبانو د سولې په مذکراتو کې د برلاسي او زیات امتیاز اخیستو په موخه هدفي وژنو او ترورونو ته مخه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ ویاند صدیق صدیقي په خپل ټوېټر لیکلي، چې طالبانو په دې وروستیو کې په کابل کې برید وکړه او انکار ترې وکړه، جنګي کړنلاره خپله کړې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې له دغه بریدونو او هدفي وژنو د طالب موخه دا ده، چې د خلکو تر منځ وېره، ترهه، وحشت او دهشت رامنځ ته کړي او د ملت او دولت تر منځ واټن رامنځ ته کړي.

ښاغلي صدیقي ټینګار کړي، چې له دې بریدونو او وژنو د طالبانو هدف همدا دی، چې د افغانستان نظام په ملي او نړیواله کچه په عامه ذهنیت کې کمزوری شي او دوی د سولې په مذاکراتو کې بر لاسي او لا زیات امتیازات تر لاسه کړي.

خو په وینا یې طالبان په دې کار سره له دوی څخه د خلکو د نفرت زیاتېدو پرته بله ګټه ونه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي او د ملي امنیت عمومي رییس احمد ضیا سراج هم د مشرانو جرګې په استجوابیه غونډه کې و ویل، چې د طالبانو وروستي بریدونه به مذاکراتو کې د لا زیاتو امتیازاتو تر لاسه کېدو په موخه دي.

دوی دواړو و ویل، چې طالبانو په لویو ښارونو په ځانګړي ډول په کابل ښار کې د بریدونو، هدفي وژنو او چسپکي ماینونو لپاره په لوګر کې د عبیده کاروان په نوم یوه شبکه جوړه کړې.

د دوی په وینا عبیده کاروان پرته له دې چې په کابل کې چاودنې او هدفي وژنې وکړي بل کار نه لري او طالبان دا کارونه د دې لپاره کوي، چې د ملت او دولت تر منځ واټن رامنځ ته کړي.

د ملي امنیت عمومي رییس کابل کې وروستیو هدفي وژنو او ماین چاودنو ته په اشارې و ویل، چې د دغه بریدونو او چاودنو۹۹ سلنه مسوولیت د طالبانو دی.

د هغه په وینا طالبانو د تېر کال له مرغومي د سږ کال تر مرغومي پورې ۱۸۲۰۰ بریدونه کړي، چې په تړاو یې تر شپږ زره زیات کسان هم نیول شوي دي.

دی وايي، په نیولو شویو کسانو کې کابو ۲۷۲ تنه هغه دي، چې په هدفي وژنو او ترورونو کې یې لاس درلود.

د ملي امنیت عمومي رییس زیاته کړه، چې د عبیده کاروان ګڼ شمېر غړي نیول شوي او د نورو د نیولو هڅې هم روانې دي.

هغه دا هم و ویلي، دوی داسې معلومات تر لاسه کړي، چې د طالبانو سره د سولې وروسته به هم ښايي د دغه ډلې ګڼ شمېر جنګیالي د بلې ډلې یا هم د داعش تر نامه لاندې جګړې ته دوام ورکړي.

جمهور خبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي