۰
ستانکزی:

ډېر ژر به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې پیل شي

پنجشنبه ۱۳ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۶
د افغان حکومت د سولې د مرکچي ټیم مشر مصوم ستانکزی وايي، ډېر ژر به د افغان حکومت د پلاوی او طالبانو د پلاوی تر منځ د سولې خبرې پیل شي.
ډېر ژر به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې پیل شي
د افغان حکومت د سولې د مرکچي ټیم مشر مصوم ستانکزی وايي، ډېر ژر به د افغان حکومت د پلاوی او طالبانو د پلاوی تر منځ د سولې خبرې پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي ستانکزي نن پنشنبې د وږي ۱۳ مه په خپل ټوېټر لیکلي، د دولتي پلاوی به د سولې د مشورتي جرګې پرېکړې او نقشه د خپل لارې کړنلاره وټاکي او له طالبانو سره به د هغې پر اساس خبرې وکړي.

که څه هم ستانکزي نه دي ویلي، چې خبرې به په دقیق ډول څه وخت پیل شي، خو زیاته کړې یې ده، چې د افغان دولت پلاوی به د خپل ولس او دولت په استازي توب د یوه پرمختللي، آزاد او یو موتي افغانستان لپاره چې د ټولو اتباعو حقوق په کې خوندي د طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړي.

ستانکزی دا خبرې پر داسې مهال کوي، چې ځینې سرچینې وايي، د افغان حکومت یو پنځه کسیزه پلاوی له وړاندې قطر ته رسېدلی تر څو د افغان پلاوی او طالب پلاوی تر منځ د خبرو د پیل زمینه برابره کړي.

همدارنګه ویل کېږي، نن به د سولې مذاکراتي پلاوی هم دوحې ته ولاړ شي او کېدای شي راتلونکې اوونۍ د حکومت او طالبانو تر منځ خبرې پیل شي.

ځینو طالب سرچینو هم ویلي، چې د دوی زندانیان خوشي شوي او کېدای شي، چې راتلوونکې اوونۍ د دواړو لورو تر منځ خبرې پیل شي.

له دې سره تر څنګ دا هم ویل کېږي، چې د دغه خبرو د پیل لپاره د مصالحې د عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم د قطر په رسمي بلنه دوحې ته غوښتل شوی، چې ډېر ژر به ورشي.

د یادونې ده، ویل کېږي د حکومت او طالبانو تر منځ د بندیانو د تبادلې پروسه پای ته رسېدل او نور د سولې د بین الافغاني خبرو پر وړاندې ټول خنډونه له منځه وړل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي