۰

دانش له ستانکزي سره د افغان حکومت او طالبانو پر مذاکراتو خبرې کړې

یکشنبه ۱۶ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۳۸
د ولسمشر غني دوهم مرستیال سرور دانش له طالبانو سره د افغان حکومت د مرکچي پلاوی له مشر معصوم ستانکزي سره لیدلي دی.
دانش له ستانکزي سره د افغان حکومت او طالبانو پر مذاکراتو خبرې کړې
د ولسمشر غني دوهم مرستیال سرور دانش له طالبانو سره د افغان حکومت د مرکچي پلاوی له مشر معصوم ستانکزي سره لیدلي دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي دانش او ستانکزي لیدنه نن یکشنبې د وږي ۱۶ مه شوې او په کې دواړو لورو له طالبانو سره پر مذاکراتو خبرې کړې دي.

د ښاغلي دانش مطبوعاتي دفتر وايي، په پیل کې ښاغلي ستانکزي د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره د مرکچي پلاوي د چمتوالي په اړه معلومات وړاندې کړل.

په ورته وخت کې ښاغلي دانش د مرکچي پلاوی مسوولیت خورا دروند او خطرناک بللی خو تمه یې ښودلې، چې یاد پلاوی به دغه بار په سمه توګه تر منزل ورسوي، تر څو په هېواد کې تل پاتې سوله او ثبات راشي.

ښاغلي دانش په خپلو خبرو کې ټینګار کړی، چې مذاکراتي ټیم باید په خپلو کې سره متحد او یوه خوله و اوسي او د افغانستان او د خلکو له ارزښتونو په کلکه د مذاکراتو پر مېز دفاع وکړي.

دغه راز هغه د سولې پروسې په اړه د ټولو سیاسي څېرو، ګوندونو او ټولنو پر همغږۍ او اجماع هم ټینګار کړی دی.

د یادونې ده، چې د زندانیانو د تبادلې پروسه بشپړه شوې، خو د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې تر اوسه هم نه دي پیل شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي