۰

ننګرهار کې تېره یوه اونۍ ۱۰۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

چهارشنبه ۱۹ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۶
سیمه ییز چارواکي وايي، د ننګرهار ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په فعالو دفاعي عملیاتو کې ۱۰۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ننګرهار کې تېره یوه اونۍ ۱۰۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
سیمه ییز چارواکي وايي، د ننګرهار ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په فعالو دفاعي عملیاتو کې ۱۰۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر زیاتوي، چې طالبانو دغه مرګ ژوبله د هغوی د ځوابیه بریدونو په پایله کې اوښتې ده.

سرچینه زیاتوي، چې د طالبانو د ډلیزو حملو په ځوابیه بریدونو کې په تېره یوه اوونۍ کې ۶۰ وسله وال طالبان وژل شوي او تر ۴۰ پورې نور ټپیان شوي دي.
 
دغه راز د ننګرهار مطبوعاتي دفتر زیاتوي، چې افغان ځواکونو په همدې موده کې د طالبانو ۷۰ کړۍ ماینونه هم کشف او له منځه وړلي او دغه راز یې یوه اندازه سپکې او درنې وسلې هم تخریب شوې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده چې د بین الافغاني خبرو د نېږدې کېدو په درشل کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې زیاتې شوې دي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي