سیمه ییز چارواکي وايي، د ننګرهار ولایت په یوه روغتون کې یې د وسلو او مهماتو یوه لویه زېرمه موندلې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه زېرمه د فاطمة الزهرا روغتون کې موندل شوې، چې ورڅخه بېلا بېلې وسلې او مرمۍ تر لاسه شوې دي.
راپورونه وايي، دغه ډېپو په یاد روغتون کې د وینې بانک د بیارغونې د کار پر مهال موندل شوې او داسې معلومېږي، چې په هېواد کې د داخلي جنګونو په وخت کې جوړه شوې وه.
امنیتي سرچینې وايي، په دغه ډیپو کې د سپکو او درنو وسلو مرمۍ او لاسي بمونه هم کشف شوي دي.
د سرچینې په وینا کشفي ادارې په دې برخه کې خپلو پلټنو ته دوام ورکوي تر څو په روغتون کې د بیارغونې د کارونو لپاره زمینه برابره شي.
د یادونې وړ ده چې په یاد روغتون کې خلکو ته د روغتیايي خدماتو وړاندې کول هم ځنډېدلي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل