۰

بلخ کې ځانمرګي برید ۹ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

شنبی ۲۹ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۸
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې بلخ ولایت کې د یوه ځانمرګي برید له امله د یوه ملکي وګړي په ګډون ۹ تنو امنیتي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بلخ کې ځانمرګي برید ۹ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې بلخ ولایت کې د یوه ځانمرګي برید له امله د یوه ملکي وګړي په ګډون ۹ تنو امنیتي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ځايي پولیس وايي، دغه ځانمرګی برید نن شنبې د وږي ۲۹ مه سهار کابو ۱۰:۳۰ بجې د بلخ ولایت د ده دادي ولسوالۍ ګولای خاصه پز سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د بلخ د امنیې قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل ځانمرګي خپل له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته د ملي امنیت اړوند یو قوماندان محمد هاشم احمدزي د موټریز کاروان سره چاودنه ورکړې ده.

د هغه په وینا په دغه برید کې یو تن وژل شوی او د ملي امنیت د یوه قوماندان په ګډون ۸ امنیتي سرتېري ټپیان شوي دي.
عادل شاه وايي، ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي او روغتیايي حالت یې ښه دی.

تر اوسه چارواکو په دې اړه نور جزیات نه دی ورکړي او نه هم د برید مسوولیت چا اخیستی.

جمهورخبري آژانس:بلخ
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي