۰

ملي امنیت ننګرهار کې د داعش څلور مهم غړي وژلي

چهارشنبه ۲ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۳۷
سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، ملي امنیت ځواکونو ننګرهار ولایت کې د داعش وسله والې ډلې څلور مهم غړي وژلي دي.
ملي امنیت ننګرهار کې د داعش څلور مهم غړي وژلي
سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، ملي امنیت ځواکونو ننګرهار ولایت کې د داعش وسله والې ډلې څلور مهم غړي وژلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولایت د ملي امنیت ریاست نن چهارشنبې د تلې ۲مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ملي امنیت ځواکونو تېره شپه د جلال آباد ښار د ۴ مې ناحیې په اکمالاتي بېز سیمه کې عملیات وکړل.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې په ختیځ کې د داعش ډلې د هدفي وژنو، د ځانمرګو بریدونو، د چاودېدونکو توکو او نغدو پیسو انتقالوونکي ۴ مهم غړي یې وژل شوي دي.

خبرپاڼه وايي، یاد عملیات د ملي امنیت صفر دوه قطعې ترسره کړي چې د دواړو لورو ترمنځ تر څو ساعته نښتې وروسته پای ته ورسېدل او بل چا ته په ‌کې زیان نه‌دی اوښتی.

د ملي امنیت ریاست زیاتوي، په ترسره شویو عملیاتو کې یو شمېر چسپکي او ریموټ کنټرول ماینونه، چاودېدونکي توکي، مرمۍ، ریموټونه، یوه اندازه نغدې پیسې، یوه هندي رکشا او یو کرولا موټر هم ترلاسه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي