د ملي امنیت عمومي ریاست په ننګرهار ولایت کې د داعش د هغه شپږ کسیزه ډلې د نیولو خبر ورکړي، چې غوښتل یې په یوه غونډه برید وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي امنیت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه داعشیان د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې نیول شوي دي.
سرچینه زیاتوي، د داعش دغه ډلې غوښتل په ننګرهار ولایت کې د ملي اردو د منسوبینو او قومي مشرانو په یوه ګډه غونډه ډلیز برید وکړي.
خو په وینا یې ملي امنیت پرې وار ړومبۍ کړ او د ننګرهار د مرکز جلال آباد ښار لپاره د داعش د چادونو د مسول نبي الله په ګډون یې شپږ واړه ونیول.
ملي امنیت وايي، د ځانګړو افغان ځواکونو د دغه هدفي عملیاتو په پایله کې د ځان مرګو واسکټونه، یو شمېر سپکې او درنې وسلې او چاودېدونکي مواد هم نیول شوي دي.
د یو بل خبر له مخې، د لغمان ولایتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې یې یو طالب انتحاري حمله کوونکی نیولی چې د مشرانو جرګې پر مشر فضلالهادي مسلمیار یې د حملې پلان درلود.
تر اوسه طالبانو د دغې ادعا په اړه څه نهدي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل