د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش یو ځل بیا په نړۍ کې د اوربند غوښتنه کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ګوترش د عدم تشدد د نړیوالې ورځې په مناسبت خپل پیغام کې ویلي، د سږ کال تر پایه اوربند به رنځ او قحطۍ کمه او د سولې خبرو ته لاره هواره کړي.
ملګري ملتونه د اکټوبر دویمه نېټه چې پرون جمعه وه، د نه تاوتریخوالي نړیوالې ورځې په توګه نمانځي.
سږ کال دغه ورځ داسې مهال نمانځل کېږي چې د افغانستان د جګړې ښکېلې خواوې د لومړي ځل لپاره دوحه کې د سولې خبرو ته ناست دي.
د دغو خبرو پله پيل ۲۰ ورځې تېرې شوي خو تر اوسه دواړه لوري کومې ښکاره پرېکړې ته نه دي رسېدلي او د تاوتریخوالي کچه هم نه ده کمه شوې.
خو وروستي معلومات ښيي، چې دواړه لوري د اختلافي ټکو حل او توافق ته سره نېږدې شوي، چې ورسره به ژر رسمي خبرې هم پیل شي.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند هم دا خبره تایید کړې او ویلي یې دي، په خبرو کې ځنډ په دې مانا نه دی، چې ګڼې مذاکرات له بن بنست سره مخ شوي.
د افغان حکومت د مرکچي پلاوی غړی او ویاند نادر نادري هم تازه ویلي، چې د دوی تر منځ اختلافات ۹۲ سلنه حل شوي او ډېر ژر به پاتې نور هم حل او یوه توافق ته سره ورسېږو.
جمهورخبري آژانس:کابل