۰

ناټو وايي، شرایطو ته په کتو به له افغانستان وځي

شنبی ۱۹ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۰۶
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، امریکا باید له افغانستان د خپلو ځواکونو د وتلو په تړاو له دې تړون سره سلا وکړي او شرایطو ته به کتو به له دغه هېواده ووځي.
ناټو وايي، شرایطو ته په کتو به له افغانستان وځي
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، امریکا باید له افغانستان د خپلو ځواکونو د وتلو په تړاو له دې تړون سره سلا وکړي او شرایطو ته به کتو به له دغه هېواده ووځي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سټولټنبرګ دا خبرې وروسته له دې کړې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ درې ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې تر راتلونکي کریسمېس مخکې به له افغانستان خپل ځواکونه وباسي.

خو د ناټو سرمنشي وايي، افغانستان ته د تګ پرېکړه په ګډه شوې او د راتلونکو بدلونونو په هکله به هم پرېکړه په ګډه کوي.

دی وايي، افغانستان ته د سپټمبر یوولسمې بریدونو د ځواب لپاره د ناټو ځواکونه تللي او دا د لومړي ځل لپاره د امریکا په خوښه په بهر کې د دې ټلوالې عملیات و.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ټنګار کړي، چې په افغانستان کې د ځواکونو شتوالی او اوږدمهاله امنیت د ناټو د غړو هېوادونو په ګټه دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي