د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، امریکا باید له افغانستان د خپلو ځواکونو د وتلو په تړاو له دې تړون سره سلا وکړي او شرایطو ته به کتو به له دغه هېواده ووځي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سټولټنبرګ دا خبرې وروسته له دې کړې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ درې ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې تر راتلونکي کریسمېس مخکې به له افغانستان خپل ځواکونه وباسي.
خو د ناټو سرمنشي وايي، افغانستان ته د تګ پرېکړه په ګډه شوې او د راتلونکو بدلونونو په هکله به هم پرېکړه په ګډه کوي.
دی وايي، افغانستان ته د سپټمبر یوولسمې بریدونو د ځواب لپاره د ناټو ځواکونه تللي او دا د لومړي ځل لپاره د امریکا په خوښه په بهر کې د دې ټلوالې عملیات و.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ټنګار کړي، چې په افغانستان کې د ځواکونو شتوالی او اوږدمهاله امنیت د ناټو د غړو هېوادونو په ګټه دی.
جمهورخبري آژانس:کابل