۰

ډاکتر عبدالله ایران ته ولاړ

یکشنبه ۲۷ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۱
د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ایران ته ولاړ.
ډاکتر عبدالله ایران ته ولاړ
د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ایران ته ولاړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله او ورسره پلاوی نن یکشبنې د تلې ۲۷ مه د ایران د پلازمېنې تهران په لور خوځېدلی دی.

د ملي روغې جوړې شورا خبرپاڼه وايي، ایران ته د عبدالله د سفر موخه د سولې په اړه د سیمیزې اجماع لا پیاوړي کول دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې عبدالله به د دغه رسمي درې ورځني سفر په ترڅ کې د ایران له ولسمشر، بهرنیو چارو وزیر، د ولسي جرګې له مشر، د ملي امنیت شورا سلاکار، د انرېژۍ له وزیر او ځینو نورو لوړ پوړو چارواکو سره وګوري.

د ملي روغې جوړې شورا دفتر وايي، ښاغلی عبدالله به د ایراني چارواکو سره د افغان سولې د بهیر، د قطر د مذاکراتو او په ټول کې د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع پر پیاوړي کولو او سولې خبرې وکړي.

د یادونې ده، چې عبدالله تر دې وړاندې هند او تر هغې وړاندې پاکستان ته هم ورته سفرونه درلودل او د دغه هېوادونو سره یې د سولې په اړه خبرې اترې کړې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي