۰

ننګرهار کې د کور د چت لوېدو څلور تنه وژلي

شنبی ۳ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۵۶
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د یوه کور د چت لوېدو په پېښه کې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ننګرهار کې د کور د چت لوېدو څلور تنه وژلي
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د یوه کور د چت لوېدو په پېښه کې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه (د تلې ۲مه) د ننګرهار ولایت د پچیراګام ولسوالۍ په ګیره خېلو سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د ولایت مقام په خبرپاڼه کې راغلي، چې یاده سیمه کې د یوه کور چت لوېدلي، چې له امله یې څلور تنه وژل مړه شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

 خبرپاڼه وايي، د کيمياګل مېرمن، دوه وړې لورانې او ماشوم زوی مړه شوي او همدا راز د نوموړي په ګډون دوه واړه زامن يې ټپيان شوی دي.

 د چارواکو په وینا دغه پېښه د کوټې د ډير زړښت له امله رامنځته شوې او ننګرهار والي د پېښو پر وړاندې چمتووالي ادارې مسئولينو ته سپارښتنه کړې چې ژر تر ژره ياد کورنۍ ته بېړنۍ مرستې ورسوي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي