۰

ننګرهار کې د هاوان مرمۍ لګېدو ۷ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

پنجشنبه ۱۶ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۴
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله ۷ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ننګرهار کې د هاوان مرمۍ لګېدو ۷ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله ۷ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه ( د سلواغې ۱۵ مه) د ننګرهار ولایت د شېرزادو ولسوالۍ د طوطو په ګرخېلو سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د ننګرهار والایت د رسنیو دفتر په خبرپاڼه کې وايي، هاوان د طالبانو له لوري توغول شوی و، چې له امله یې یوه مېرمن وژل شوې او د څلورو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۶ غړي ټپیان شوي دي.

که څه هم ځايي چارواکو ویلي، هاوان د طالبانو له لوري توغول شوی دی، خو دغه ډلې تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

بل خوا پرون ماښام د جلال آباد ښار د شپږمې ناحیې اړوند فامیلیو سیمه کې د صدیق الله په نوم یو کس هم د ناپېژانده وسله والو کسانو په ډزو کې وژل شوی دی.

ویل کېږي وژل شوی کس په جلال اباد کې د ځلاند په نوم د یوه خصوصي ښوونځي مشر و چې سیمه کې خپل کور ته پرلاره وژل شوی دی.

د ننګرهار چارواکي د پېښې پخلی کوي، خو وايي، دغه قتل د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې رامنځ ته شوی دی.

تر اوسه د دغه پېښې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون په جلال آباد ښار کې د استناف محکمې یو قاضي هم په وسله وال برید کې وژل شوی وو.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي