۰

یوه ناوې او زوم له مقناطسي ماین چاودنې وژغول شول

شنبی ۱۸ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۹
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د یوې ناوې او زوم په موټر پسې مقناطسي ماین اېښودل شوی و، خو ملي امنیت ځواکونو یې مخنیولې ده.
یوه ناوې او زوم له مقناطسي ماین چاودنې وژغول شول
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د یوې ناوې او زوم په موټر پسې مقناطسي ماین اېښودل شوی و، خو ملي امنیت ځواکونو یې مخنیولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي زیاتوي، چې دغه پېښه د ننګرهار سره رود ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې نامعلومه کسانو د ناوې او زوم په موټر پسې مقناطسي ماین نښلولی و، چې د ملي امنیت ځواکونو له خوا کشف او پولیسو شنډ کړ.

خوږیاڼي ویلي، چې د دغه ماین په کشف سره د یوې بوږنونکي او خونړۍ چاودنې مخه نیول شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند وايي، د دغه ماین د نښلولو عاملین معلوم نه دي، خو امنیتي ځواکونه هڅه کوي، چې پیدا یې کړي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

په ورته وخت کې خوږیاڼي زیاته کړې، چې ملي امنیت ځواکونو د ښار نهمې ناحیې اړوند شهیدانو مېنه کې درې کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړي دي.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د پلازمېنې کابل تر څنګ په ننګرهار او کندهار کې هم چاودنې او غلکچي بریدونه زیات شوي دي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي