۰

هرات کې یو دیني عالم په غلکچي برید کې وژل شوی دی

دوشنبه ۱۲ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۰۳
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هرات ولایت کې یو مشهور دیني عالم مولوي عارف مرادي د نامعلومه وسله والو کسانو په برید کې وژل شوی دی.
هرات کې یو دیني عالم په غلکچي برید کې وژل شوی دی
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هرات ولایت کې یو مشهور دیني عالم مولوي عارف مرادي د نامعلومه وسله والو کسانو په برید کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون یکشنبې د لړم ۱۱ مه سهار مهال د هرات ولایت د ګذره ولسوالۍ سیاوشان سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالحد ولي زاده تاییدوي، چې د نامعلومه وسله والو کسانو په برید کې مولوي عارف مرادی وژل شوی دی.

د والي ویاند جیلاني فرهاد هم د پېښې پخلی کي خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

تر اوسه د دغه قتل په تړاو څوک نه دي نیول شوي او نه یې هم مسوولیت چا اخیستی.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي