سیمه ییز چارواکي وايي، لوګر ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د خوست د اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ پخوانی امنیه قوماندان وژل وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه دغه پېښه پرون شنبې د لړم ۱۷ مه د لوګر – ګردیز په لویه لار د لوګر ولایت اړوند د تېرې په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د خوست د پولیسو ویاند عادل حیدر وايي، په پېښه کې د خوست د اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ پخوانی امنیه قوماندان وژل شوی او د تڼیو ولسوالۍ د ولسوال په ګډون درې تنه ټپیان شوي دي.
عادل حیدر زیاته کړې، چې د پېښې ټپیان روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.
د یادونې ده، چې سمونوال داود تڼی له دې وړاندې د خوست د لومړۍ حوزې امر، د اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ امنیه قوماندان په حیث دندې ترسره کړي وې.
دا په دې وروستیو نږدې ورځو کې د خوست او کابل په عمومي لاره درېیمه ترافیکي پېښه ده چې خلکو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې.
جمهورخبري آژانس:کابل