سیمه ییز چارواکي وايي، لوګر ولایت کې د سیمه ییزه پولیسو او طالبانو تر منځ نښته کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نښته تېره شپه ( د لړم ۱۹ مه) د مرکز پل علم اړوند د کلنګار په الوزیو په سیمه کې شوې ده.
د والي ویاند دیدار لونګ وایي، طالبانو په یاده سیمه کې د سیمه ییزه پولیسو په یوه پوسته برید کړی، چې وروسته نښته رامنځ ته شوې.
نوموړي زیاته کړې، چې د طالبانو په برید کې څلور سیمه ییز پولیس وژل شوي او یو ټپي دی، خو د لوګر د ولسي پاڅونوالو پخواني قوماندان سید فرهاد اکبري ویلي، په دغه برید کې ۷ سیمه ییز پولیس وژل شوي او پوسته سقوط شوې ده.
خو دیدار لونګ وايي، په متقابل برید کې د یوه سرګروپ په ګډون پنځه طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
طالبانو هم د جګړې پخلی کړی وایي، ۹ پولیس یې وژلي دي.
جمهورخبري آژانس:لوګر