۰
د کورنیو چارو وزارت:

طالبانو په شپږو میاشتو کې ۱۲۱۰ تنه ملکي وګړي وژلي

پنجشنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۰
د کورنیو چارو وزارت وايي، د وسله والو طالبانو په تېرو شپږ میاشتنیو بریدونو او چاودنو کې ۱۲۱۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.
طالبانو په شپږو میاشتو کې ۱۲۱۰ تنه ملکي وګړي وژلي
د کورنیو چارو وزارت وايي، د وسله والو طالبانو په تېرو شپږ میاشتنیو بریدونو او چاودنو کې ۱۲۱۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت پرون چهارشنبې د لړم ۲۸ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو په تېرو شپږو میاشتو کې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې ۵۳ ځانمرګي بریدونه او ۱۲۵۰ ماین چاودنې او بریدونه کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې د طالبانو په دغه بریدونو او چاودنو کې ۱۲۱۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۵۰۰ نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې افغان ځواکونو د طالبانو د دغه جنایت بدل په هلمند او کندهار کې له طالبانو واخیست.

امنیتي چارواکي وايي، د هلمند او کندهار په وروستیو جګړو کې سلګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې یو شمېر په کې پاکستانیان هم وو.

طالبانو تر اوسه د کورنیو چارو وزارت دغه اعلامیې ته غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي