۰

وسله والو د نورستان د کلیو پراختیا رییس تښتولی

پنجشنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۳۵
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې وسله والو کسانو د نورستان ولایت د کلیو پراختیا رییس برمته او نامعلوم لوري ته وړی دی.
وسله والو د نورستان د کلیو پراختیا رییس تښتولی
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې وسله والو کسانو د نورستان ولایت د کلیو پراختیا رییس برمته او نامعلوم لوري ته وړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د نورستان د والي ویاند سعید مومند وايي، د کلیو پراختیا رییس سید معصوم سیدي پرون چهارشنبې د لړم ۲۸ مه د چپې درې ولسوالۍ اړوند سیمو کې تښتولي.

نوموړي زیاته کړه، چې سید معصوم سیدي مرکز پارون ته په لار و، چې د چپې درې ولسوالۍ اړوند سیمه کې وسله والو له موټر نه ښکته کړی او له ځان سره یې نامعلوم لوري ته بېولی دی.

دی وايي، له سیدي سره درې نور ملګري هم و، چې یو ترې د وسله والو په ډزو وژل شوی او دوه نور یې هم ورسره بېولي دي.

د نورستان د والي ویاند په دغې پېښه کې د وژل شوي او وړل شویو دوو کسانو د هویت په اړه ملعومات نه دي ورکړل شوي.

نوموړي زیاتويو چې د تښتول شویو کسانو د خلاصون لپاره د قومي مشرانو هڅې روانې دي.

تر اوسه معلومه نه ده، چې دغه کسان غلو بېولي، که طالبانو او یا هم داعش ډلې.

د پېښې مسوولیت هم تر اوسه چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:نورستان
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي