۰

کابل کې ماین چاودنې یو تن ټپي کړ

یکشنبه ۲ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۱۳
پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې پر یوه ټکسي موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې او موټر چلوونکي یې ټپي شوی دی.
کابل کې ماین چاودنې یو تن ټپي کړ
پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې پر یوه ټکسي موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې او موټر چلوونکي یې ټپي شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه نن یکشنبې د لیندۍ ۲ مه د کابل ښار د ۱۱ مې حوزې اړوند د خیرخانې په لومړۍ حصه کې شوې ده.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وايي، د سړک د غاړې ماین نن سهار ۶:۱۰ په یوه عراده ټکسي موټر شوی، چې له امله یې موټر چلوونکی ټپي شوی دی.

د هغه به وینا ټپي روغتون ته لېږدول شوی او روغتیايي وضعیت یې ښه دی.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د کابل ښار په یو شمېر سیمو ۲۴ توغندي ویشتل شوي و، چې له امله یې ۹ تنه وژل شوي او ۵۱ نور ټپیان شوي.

د پېښې قربانیان ټول ولسي وګړي دي، چې حکومت یې پړه پر طالبانو واچوله، خو طالبانو په کې لاس لرل رد کړل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي