۰

د پروان د لویې لارې قوماندان و وژل شو

دوشنبه ۱ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۲
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې پروان ولایت کې د لویې لارې پر امنیتي ساتونکو د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې او پنځه تنه یې ترې وژلي دي.
د پروان د لویې لارې قوماندان و وژل شو
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې پروان ولایت کې د لویې لارې پر امنیتي ساتونکو د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې او پنځه تنه یې ترې وژلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ځايي چارواکو په خبره چاودنه تېره شپه«د لیندۍ ۳۰» د مرکز چاریکار ښار اړوند عبدي بای سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د پروان د امنیه قوماندانۍ د جنايي پېښو سره د مبارزې مدیر محمد صادق هاشمي وايي، په دغه چاودنه کې د پروان د لویې لارې د ساتنې د قوماندان په ګډون پنځه سرتېري وژل شوي دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی، خو چارواکي یې د طالبانو کار بولي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:پروان
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي