ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغان حکومت سولې ته ژمن دی او داسې مثبته سوله غواړي، چې عدالت په کې تامین او د خلکو حقوق په کې خوندي شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني چې نن دوشنبې د مرغومي ۱۵ په ملي دفاع وزارت کې د اصلاحاتو د ارزونې په اړه جوړه شوې غونډه کې وینا کوله و ویل، افغان دولت او ملت داسې سوله غواړي، چې عدالت پکې تامین، مشارکت زیات او د خلکو ټول حقونه پکې خوندي شي.
نوموړي له ډېرو جزیاتو پرته وویل، چې د وسله والو ځواکونو د پایښت او لا پیاوړتیا لپاره یو شمېر اصلاحات تر لاس لاندې لري.
ښاغلي غني ټینګار وکړ، چې د ملي اردو په بودجه، تمویل، تجهیز او روزنه کې کموالی نه راځي او د افغان حکومت د پاملرنې ترڅنګ د نړیوالې ټولنې ملاتړ هم پر خپل ځای دی.
ولسمشر غني د سولې اړوند تازه څرګندونې پرداسې مهال کوي چې ټاکل شوې روانه اونۍ په دوحه کې د مخامخ بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو پیل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل