پولیس تاییدوي، چې کابل کې د عامه ساتنې تصدۍ د کارکوونکو په موټر چاودنه شوې او پنځو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه نن یکشنبې د مرغومي ۲۱ مه سهار مهال د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند کارته نو سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د کابل پولیس وايي، چاودنه د عامه تصدۍ ساتنې د کارکوونکو په موټر شوې، چې په کې څلور تنه وژل شوي او یو تن تپي شوی دی.
د دوی په وینا په وژل شویو کسانو کې یو هم د عامه تصدۍ ساتنې ادارې ویاند ضیا ودان هم شامل دی.
تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی او نوعیت یې هم نه دی معلوم.
کېدای شي چاودنه د چسپکي یا هم د سړک د غاړې ماین له امله وي ځکه په دې وروستیو کې د کابل نېږدې هر سهار په همدې ډول چاودنو پیلېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل