۰
حامد کرزی:

د سولې راوستل او جګړو ختمول د مذاکراتي پلاوو ایماني دنده ده

یکشنبه ۲۱ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۵
پخواني ولسمشر حامد کرزي د طالبانو او افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي ترمنځ د دویم پړاو مذاکراتو له پیلدو هرکلی کړی دی.
د سولې راوستل او جګړو ختمول د مذاکراتي پلاوو ایماني دنده ده
پخواني ولسمشر حامد کرزي د طالبانو او افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي ترمنځ د دویم پړاو مذاکراتو له پیلدو هرکلی کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، دواړه مذاکراتي ټیمونه باید په هېواد کې د روانو ناخوالو د ختمولو لپاره هڅه وکړي.

ښاغلي کرزي زیاته کړې، د افغانانو ستره هیله دلته د روانې جګړې ختمېدل دي نو مذاکراتي پلاوو ته په کار ده چې افغانان یې دې هیلې ته ورسوي.

نوموړي ویلي، د سولې راوستل او جګړو ختمول د مذاکراتي پلاوو ایماني دنده ده او باید هر اړخیزه هڅه وکړي چې دلته روانه جګړه پای ته ورسېږي.

ښاغلي کرزي دغه څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې دمګړی په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې روانې دي.

پرون هم دواړه لوري د اجنډا په ترتیب او توحید کولو سره غږېدلي او ویلي یې دي، چې خبرې یې په خورا ښه فضا کې تر سره کړې دي.

د یادونې ده، چې په دوهم پړاو خبرو کې د افغان حکومت د پلاوي تر ټولو ډېر ټینګار د جګړې پر ختمېدو او اوربند پر تامین دی، خو طالبانو ویلي چې لومړی پر راتلونکي حکومت بحث کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي