۰

د بلخ د بشري حقونو د کمېسیون د رییس زوی وژل شوی دی

پنجشنبه ۲۵ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۱
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې بلخ ولایت کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د سیمه ییز دفتر د رییس زوی وژل شوی دی.
د بلخ د بشري حقونو د کمېسیون د رییس زوی وژل شوی دی
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې بلخ ولایت کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د سیمه ییز دفتر د رییس زوی وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بلخ پولیس وايي، د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د سیمه ییز دفتر د رییس زوی د ناپېژانده وسله والو کسانو له خوا وژل شوی دی.

د دوی په وینا وژل شوی کس احمد راشد نومېږي، چې ۳۰ کاله عمر لري.

پولیس وايي، د احمد راشد مړی تېره شپه د بلخ د مرکز مزارشریف ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې موندل شوی دی.

تر اوسه د دغه وژنې لامل نه دی معلوم او مسوولیت یې هم چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:بلخ
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي