۰

د کندهار برید د څلورو بریدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېده

شنبی ۲۷ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۲۴
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کندهار کې د ملي امنیت د وسایطو په ورکشاپ موټر بم او ډلیز وسله وال برید د ۴ بریدګرو په وژل کېدو سره پای ته رسېدلی دی.
د کندهار برید د څلورو بریدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېده
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کندهار کې د ملي امنیت د وسایطو په ورکشاپ موټر بم او ډلیز وسله وال برید د ۴ بریدګرو په وژل کېدو سره پای ته رسېدلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وسله والو نن شنبې د مرغومي ۲۷ مه سهار ۷ بجې د کندهار هوايي ډګر ته څېرمه د دامان ولسوالۍ اړوند د ارغستان په سړک د ملي امنیت د وسایطو په یوه مرکز لومړی موټر بم او وروسته ډلیز وسله وال برید وکړ.

د کندهار د امنیت امر جنرال فرید مشعل وايي، وسله والو لومړی موټر بم برید وکړ او وروسته یې جګړه پیل کړه، چې دا مهال د بریدګرو په وژل کېدو پای ته رسېدلې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه موټر بم او ډلیز برید کې د ملي امنیت یو سرتېری وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

د مشعل په وینا څلور واړه بریدګر د افغان ځواکونو له لوري وژل شوي او دا مهال سیمه پاکه شوې ده.

د یاد برید مسوولیت تراوسه کومې وسله ‌والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی او طالبانو هم تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي