سیمه ییز اوسېدونکي وايي، کندهار کې د طالبانو پر یوه امنیتي پوسته وسله والو کسانو برید کړی، چې مرګ ژوبله هم په کې رامنځ ته شوې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عیني شاهدانو ویلي، دغه نښته پرون دوشنبې د لیندۍ ۸ مه ماښام ۷ بجې د کندهار ښار د درېیمې ناحیې اړوند د سرخک پر امنیتي پوسته رامنځ ته شوې ده.
عیني شاهدانو زیاته کړې، چې د طالبانو او وسله والو کسانو تر منځ نښتې کابو ۲۰ دقیقې دوام درلود.
د دوی په وینا په دغه نښته کې طالبانو یو شمېر هغه ملکي وګړو ته چې له لارې د تېرېدو په حال کې و هم مرګ ژوبله اوښتې، خو دقیق ارقام یې نه دي ورکړي.
عیني شاهدانو دا هم ویلي، چې برید کوونکي له نښتې وروسته له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل