۰

کندهار، پکتیا، خوست او کونړ کې د طالبانو پر ضد پاڅون او غونډې شوې

پنجشنبه ۱۰ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۵۵
تر شمالي ولایتونو وروسته په کندهار، پکتیا، خوست او کونړ ولایتونو کې هم د افغان ځواکونو په ملاتړ او د طالبانو پر ضد ولسي پاڅونونه او غونډې شوې دي.
کندهار، پکتیا، خوست او کونړ کې د طالبانو پر ضد پاڅون او غونډې شوې
تر شمالي ولایتونو وروسته په کندهار، پکتیا، خوست او کونړ ولایتونو کې هم د افغان ځواکونو په ملاتړ او د طالبانو پر ضد ولسي پاڅونونه او غونډې شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه غونډې او پاڅونونه پرون په یادو ولایتونو کې تر سره شوي، چې په کې سلګونو کسانو برخه اخیستې وه.

ګردېز ښار کې په لومړي ځل په یوه لویه غونده کې سلګونو پکتیاوالو ځوانانو، قومي مشرانو، مېرمنو د جمهوري نظام او افغان ځواکونو څخه ملاتړ اعلان کړ.

دغه راز په کندهار ښار کې هم سلګونو قومي مخورو، ځوانانو او مېرمنو د افغان ځواکونو او جمهوري نظام څخه ملاتړ اعلان کړ، ویې ویل، چې که طالبان سولې ته غاړه کېنږدي، پر وړاندې به یې تر اخیري سلګۍ پورې جګړه وکړي.

خوستیانو، کونړیانو، پکتیاوالو او کندهاریانو ویل، چې د افغانانو لپاره تر بل هر نظام، جمهوريت غوره دی او د ساتلو لپاره به یې له افغان سرتېرو سره اوږه په اوږه تر پایه ودریږي.

دوی ومنله، چې په نظام کې فساد، بې عدالتۍ او نیمګړتیاوې شته، چې پر وړاندې به یې مبارزه وکړي، خو چا ته به اجازه ورنه کړي، چې جمهوریت ړنګ کړي.

د غونډې ګډونوالو په ګڼ شمېر ولایتونو کې د ولسوالیو سقوط ته په اشارې وویل، په وخت د سرتېرو نه لاسنیوی د افغان ځواکونو په حق تیری دی او له سرغړوونکو سره باید قانوني چلند وشي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې په ګڼ شمېر نورو ولایتونو کې هم ولسي خلکو د نظام په ملاتړ او د وسله والو طالبانو پر ضد وسلې پورته کړي او ویلي یې دي چې د جمهوریت د ساتلو لپاره به له افغان ځواکونو سره اوږه په اوږه ودرېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي