۰

تادین خان: کندهار کې ۳۹ وسله والبان وژل وشي

یکشنبه ۱۲ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۰
د کندهار امنیه قوماندان جنرال تادین خان په دغه ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ۴۴ طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
تادین خان: کندهار کې ۳۹ وسله والبان وژل وشي
د کندهار امنیه قوماندان جنرال تادین خان په دغه ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ۴۴ طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې تادین خان ویلي، افغان ځواکونو د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې پر طالبانو مرګوني ځمکني او هوايي بریدونه کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه عملیاتو کې ۳۹ وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د کندهار امنیه قوماندان وايي، ګډ ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي او د ارغنداب ناګهان، کوهک، جوی لاهور، شوهین او یو شمېر نور سیمې یې له طالبانو پاکې کړې دي.

په ورته وخت کې راپورونه زیاتوي، چې په ارغنداب کې د جګړې له امله سلګونه کورنیو خپلې مېنې پرېښې او سلګونه نورې هم د تېښتې په هڅه کې دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، وروسته له دې چې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې پیل شوې وروسره سم د هېواد په یو شمېر ولایتونو په ځانګړي ډول کندهار او هلمند کې جګړو بیا زور اخیستی دی.

جمهورخبري آژانس:کندهار
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي