۰

دفاع وزارت: غزني کې د بهرنیو اتباعو په ګډون ۲۲ طالبان وژل شوي دي

پنجشنبه ۲۳ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۱
ملي دفاع وزارت وايي، غزني ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د بهرنیو وګړو په ګډون ۲۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
دفاع وزارت: غزني کې د بهرنیو اتباعو په ګډون ۲۲ طالبان وژل شوي دي
ملي دفاع وزارت وايي، غزني ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د بهرنیو وګړو په ګډون ۲۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دفاع وزارت د رسنیو دفتر زیاته کړې، چې افغان ځواکونو دغه عملیات تېره ورځ د غزني ده یک ولسوالۍ کې کړې دي.

سرچینه زیاتوي، چې د عملیاتو پر مهال د بهرنیو اتباعو په ګډون ۲۲ وسله وال طالبان وژل شوي او د ځانمرګو بریدونو یوه مرکز هم له منځه وړل شوی دی.

دفاع وزارت وايي، په وژل شویو طالبانو کې عرب او ازبکستاني جنګیالي شامل دي او دغه راز د شهباز خان په نوم یو طالب قوماندان نیول شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې دفاع وزارت په بلخ او سرپل ولایت کې هم د ۷۵ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي