۰

کندهار کې مشهور دیني عالم مولوی عبدالباقي و وژل شو

چهارشنبه ۱۵ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۱۳
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې کندهار ولایت کې مشهور دیني عالم مولوي عبدالباقي د ناپېژانده وسله والو په برید کې وژل شوی دی.
کندهار کې مشهور دیني عالم مولوی عبدالباقي و وژل شو
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې کندهار ولایت کې مشهور دیني عالم مولوي عبدالباقي د ناپېژانده وسله والو په برید کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه نن چهارشنبې د سلواغې ۱۵ مه سهار شاوخوا لس بجې د کندهار ښار د ۹ مې ناحیې اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کندهار د پولیسو ویاند جمال بارکزی وايي، ناپېژانده وسله وال د مولوي عبدالباقي کور ته ورغلي، دروازه یې ورټکولې او که چې نوموړی له کوره راوتی ناتار ډزې یې پرې کړې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په برید کې مولوي عبدالباقي ځای پر ځای وژل شوی دی او وسله وال له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.

د کندهار د پولیسو ویاند وايي، د پېښې د عاملینو په اړه جدي پلټنې روانې دي، خو تر اوسه یې په تور څوک نه دي وژل شوي.

د کندهار د عالمانو د شورا ریاست د نوموړي دیني عالم د وژل کیدو د پېښي د غندني تر څنګ له امنیتي ادارو څخه د دیني عالمانو د امنیت د ټينګښت غوښتنه کړې.

د نوموړي شورا ریس مولوي عبیدالله فیضاني مولوي عبدالباقي یو مدرس او پیاوړی دیني عالم بللی.

مولوي عبدالباقي د کندهار له دیني مهشور دیني عالمانو او د دغه ولایت د علماوو شورا غړی هم، چې کندهار ته یې د ولسمشر غني د سفر پر مهال له هغه د سولې پروسې د ګړندي کولو او دغه راز په افغانستان کې د ننه د دیني مرکزونو د جوړېدو غوښتنه کوله.

دغه دیني عالم پر داسې مهال وژل کېږي، چې پرون پلازمېنه کابل کې هم یو دیني عالم دوکتور عاطف د مقناطسي ماین په چاودنه کې و وژل شو.

همدارنګه نن په جلال آباد ښار کې د دغه ولایت د استناف محکمې یو قاضي هم د ناپېژانده وسله والو کسانو په برید کې وژل شوی دی.

تر اوسه د دغه بریدونو مسوولیت چا نه دی اخیستی.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې هدفي وژنې، مقناطسي ماین چاودنې او غلچکي بریدونه زیات شوي او تر ډېره په کې خبریالان، مدني فعالان، څارنوالان، دیني عالمان، قاضیان، قومي مخور، دولتي افسران او ملکي مامورین په نښه کېږي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي