۰

ننګرهار کې غلچکي بریدګرو ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

سی شنبه ۲۸ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۸
 سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې ننګرهار ولایت کې په دوه جلا غلچکي بریدونو کې د پولیسو په ګډون ۷ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ننګرهار کې غلچکي بریدګرو ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې ننګرهار ولایت کې په دوه جلا غلچکي بریدونو کې د پولیسو په ګډون ۷ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دواړه بریدونه نن سه شنبې د سلواغې ۲۸ مه سهار څه کم اته بجې د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار کې رامنځ ته شوې دي.

لومړی ناپېژانده وسله والو کسانو د ښار د ارزاقو کوڅه کې د پولیسو په یوه رنجر موټر ناتار ډزې کړې، چې د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ د ویاند فرید خان په وینا یو پولیس افسر په کې وژل شوی او درې نور پولیس ټپیان شوي دي.

دویم برید بیا ناپېزانده وسله والو کسانو نصرت لېسې ته څېرمه پر یوه ټوډو موټر کړی، چې په کې درې تنه وژل شوي دي.

عیني شاهدان وايي، بریدګر له بریدونو وروسته په تېښته بریالي شول او چا یې مخینوی ونه کړ.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل په دغه ولایت کې د هدفي وژنو د یوې څلور کسیزه شبکې د نیولو خبر ورکړ.

ښاغلي زاخېوال و ویل، چې نیول شوي کسان ټول د طالبانو غړي او مشري یې د قاري هجرت الله په نوم یو کس کوله، چې په ګڼو هدفي وژنو کې یې لاس درلود.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي