۰

جلال آباد کې چاودنې یوه ښځینه ډاکتره و وژله

پنجشنبه ۱۴ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۳
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې ننګرهار ولایت کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځینه ډاکتره وژل شوې ده.
جلال آباد کې چاودنې یوه ښځینه ډاکتره و وژله
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې ننګرهار ولایت کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځینه ډاکتره وژل شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه نن پنشنبې د کب ۱۴ مه سهار ۸:۰۰ بجې د جلال آباد ښار د عربانو ګولايۍ په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، په دغه چاودنه کې د ننګرهار د حوزوي روغتون د نسائي ولادي څانګې ډاکتر صدف وژل شوې ده.

تر اوسه د دغه پښې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ په همدې جلال آباد ښار کې د انعکاس په نوم خصوصي تلوېزیون درې ښځینه کارونکي په وسله والو بریدونو کې و وژل شوې.

د دغه بریدونو مسوولیت داعش واخیست او طالبانو په کې لاس لرل رد کړل.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي