۰

له ایران څخه ۳۰۳ تنه افغان بندیان افغانستان ته راولېږدول شول

چهارشنبه ۲۷ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۷
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له ایران څخه د ۳۰۳ تنه افغان بندیانو خپل هېواد ته د رالېږدولو خبر ورکړی دی.
له ایران څخه ۳۰۳ تنه افغان بندیان افغانستان ته راولېږدول شول
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له ایران څخه د ۳۰۳ تنه افغان بندیانو خپل هېواد ته د رالېږدولو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت وايي، یاد بندیان د کابل او تهران تر منځ د بندیانو د انتقال د موافقې پر اساس افغانستان ته رالېږدول شوي دی.

دغه وزارت پرون سه شنبې د کب ۲۶ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، رالېږدول شویو ۳۰۳ افغان بندیانو کې ۱۲ ښځې هم شاملې دي.

سرچینې ویلي، دغه کسان د ایران د درېیو بېلابېلو زندانونو څخه د یکشنبې په ورځ له دوغارون سرحد څخه افغانستان ته انتقال شول.

په اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي، چې یاد شمېر کسان ایران کې په کوم جرم بندیان وو، خو په وینا یې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د بندیانو د انتقال دوهمه مرحله وه چې عملي شوه.

یاد وزرات زیاته کړې، چې په لومړۍ مرحله کې هم ۳۰۶ تنه افغان بندیان د روان کال د کب په ۲۰ مه له ایران څخه د اسلام قلعه له لارې افغانستان ته راولېږدول شول.

د بهرنیو چارو وزارت په خبره پاڼه کې راغلي، چې په دې سره له ایران څخه افغانستان ته د رالېږدول شویو افغان بندیانو شمېر ۶۰۹ تنو ته ورسېده.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي