۰

د جلال آباد پر لار ترافیکي پېښه کې پنځه تنه مړه شوي

چهارشنبه ۸ ثور ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۰۹
سیمه ییز چارواکي وايي، د کابل – جلال آباد پر لویه لار سیند ته د یوه موټر د غورځېدو له امله ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جلال آباد پر لار ترافیکي پېښه کې پنځه تنه مړه شوي
سیمه ییز چارواکي وايي، د کابل – جلال آباد پر لویه لار سیند ته د یوه موټر د غورځېدو له امله ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون سه شنبې د غوايي ۷ مه د کابل – جلال آباد پر لویه لاره د لغمان ولایت اړوند د تنګي ډبلیو په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د لغمان چارواکي وايي، د سپرلۍ مارسټډیز موټر د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله لاندې سیند ته لوېدلی، چې په کې پنځه تنه مړه شوي او درې نور ټپیان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د همدې ورځې په شپه د کابل د پغمان اړوند ارغندۍ سیمه کې د کابل – کندهار پر لاره هم دوه مسافر وړونکو بس موټرو ټکر کړی و، چې له امله یې ۱۱ تنه مړه او کابو ۶۰ نور ټپیان شوي وو.

دغه پېښه د وردګ بابا ترانسپورټي شرکت اړوند ۵۸۰ او ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکو موټرو تر منځ شوې وه.

تر دې بیا څلور ورځې وړاندې پر همدې لار په زابل ولایت کې یو مارسډیز له یوه ټېلر سره ټکر کړی و، چې ۱۴ تنه په کې مړه شوي و.

ویل کېږي مړه شوي ټول د ننګرهار ولایت د پچیراګام د ولسوالۍ هغه ځوان او تنکي مسافر و، چې د یوې ګولې ډوډوۍ موندلو په موخه هلمند ته تللی و او اوس د اختر د رخصتو لپاره کورونو ته راروان وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي