۰

کاپیسا کې د یوه کور چت لوېدلی، ۷ تنه په کې مړه شوي دي

شنبی ۱۸ ثور ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۵۶
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې کاپیسا ولایت کې د یوه کور چت لوېدلی، چې له امله یې د یادې کورنۍ ۷ غړي مړه شوي دي.
کاپیسا کې د یوه کور چت لوېدلی، ۷ تنه په کې مړه شوي دي
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې کاپیسا ولایت کې د یوه کور چت لوېدلی، چې له امله یې د یادې کورنۍ ۷ غړي مړه شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن شنبې د غوايي ۱۸ مه د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د نجراب ولسوال عبدالقدوس مجددي وايي، پېښه کې د غوث په دره کې د سختو بارانونو د ورېدو وروسته رامنځ ته شوې ده.
 
ولسوال وايي، په مړو شویو کسانو کې پلار، مور، درې واړه ماشومان او دوه ځوانان زامن شامل دي.

باید و ویل شي، چې په دې وروستیو اونۍ کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې سخت بارانونه او سېلابونه راو وتل، چې خلکو ته یې درانه ځاني او مالي زیان واوښت.

پېښو ته د رسېدنې وزارت وايي، د ثور له ۱۲ مې تر اوسه پورې ۶۹ کسان د سختو سېلابونو له امله مړه شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.


جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي