۰

د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ امنیه قوماندان وژل شوی دی

دوشنبه ۲۷ ثور ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۰۱
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ امنیه قوماندان د افغان ځواکونو د توغول شوي توغندي په چاودنه کې وژل شوی دی.
د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ امنیه قوماندان وژل شوی دی
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ امنیه قوماندان د افغان ځواکونو د توغول شوي توغندي په چاودنه کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون یکشنبې د غوايي ۲۶ مه له غرمې وروسته په همدې ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د لغمان والي رحمت الله یارمل وايي، افغان ځواکونو د طالبانو پر خوا د توپ مرمۍ ویشتله چې د تخنیکي ستونزو په وجه د امنیه قوماندان په خوا کې لګېدلې ده.

والي زیاتوي، چې د مرمۍ په چاودنه کې خپله امنیه قوماندان عبدالظاهر او یو ساتونکی یې وژل شوي دي.
 
ویل کېږي د دولت شاه ولسوالۍ امنیه قوماندان په لومړي سر کې سخت ټپي و او وروسته یې په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي