۰

دفاع وزارت: په ۲۴ ساعتونو کې د ۳۴۹ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

پنجشنبه ۱۳ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۱۴
ملي دفاع وزرات د هېواد په بېلا بېلو برخو کې له افغان ځواکونو سره نښتو کې د کابو ۳۵۰ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دیږ
دفاع وزارت: په ۲۴ ساعتونو کې د ۳۴۹ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
ملي دفاع وزرات د هېواد په بېلا بېلو برخو کې له افغان ځواکونو سره نښتو کې د کابو ۳۵۰ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن پنشنبې د غبرګولي ۱۳ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اوښتې.

سرچینه وايي، افغان ځواتکونو، ننګرهار، لوګر، وردګ، غزني، زابل، کندهار، هلمند، اروزګان، بادغیس، هرات، فراه، جوزجان، تخار او بغلان کې له طالبانو سره نښتې او عملیات یې پرې کړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه عملیاتو او نښتو کې ۲۲۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۲۶ نور ټپیان شوي دي.

ملي دفاع وزرات وايي، جګړو کې د طالبانو وسلې او مهمات او ۲۰ کړۍ ماینونه هم له منځه وړل شوي دي.

دغه وزارت د خپل لوري د زیان په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو هم تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي