سپینې ماڼۍ تایید کړه، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملې روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله په یوه رسمي سفر واشنګټن ته ورشي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سپینې ماڼۍ ویاند جن ساکي ویلي، ولسمشر غني او عبدالله د امریکا د ولسمشر په بلنه د راتلونکې جمعې (جون ۲۵ مه) واشنګټن ته راځي او ولسمشر جوبایډن به ورسره سپینه ماڼۍ کې وګوري.
په ورته وخت د سپینې ماټۍ په اعلامیه کې ویل شوي، په داسې حال کې چې د افغانستان څخه امریکايي عسکر وځي، د دغو مشرانو سفر به د افغانستان او امریکا ترمنځ دوامدار مشارکت څرګند کړي.
خبرپاڼه کې راغلي، د امریکا متحده ایالتونه د افغان مېرمنو او نجونو په ګډون د افغانانو سره د مرستې لپاره ژمنه ده چې افغانانو ته دپلوماتیکي، اقتصادي او بشري مرستې برابرې کړې.
سپینه ماڼۍ وايي امریکا به د افغانستان له حکومت سره ډېر دخیل وي (ژورې اړیکې ولري) چې بیا دا هېواد د ترهګرو ډلو په ځالې بدل نشي او امریګا ته ګواښ پېښ نه کړي.
سرچینه زیاتوي، امریکا د سولې د روان بهیر کلک ملاتړ کوي او ټولې افغانې ډلې هڅوي چې د جګړې ختمولو لپاره په مذاکراتو کې برخه واخلي.
سپینه ماڼۍ داسې مهال واشنګټن ته د ولسمشر غني د راتګ خبر ورکوي چې په افغانستان کې جګړو زور اخیستې دی.
جمهورخبري آژانس:کابل