سیمه ییز چارواکي وايي، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د لغمان ولایت بادپښ ولسوالي بېرته له وسله والو طالبانو نیولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو صفر دوه قعطې تېره شپه د بادپښ ولسوالۍ د نیولو عملیات تر سره کړي دي.
صفر دوه قطعه وايي، د عملیاتو پر مهال دغه ولسوالي نیولې او د ولسوالۍ مقام د افغان ځانګړو ځواکونو په لاس کې دی.
سرچینې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو وايي، وروسته به یې له خلکو سره شریک کړي، چې څومره طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بل خوا د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، طالبانو تېره شپه د ننګرهار شېرزادو ولسوالۍ په ګندمک سیمه کې ډلیز بریدونه وکړل، خو د افغان ځواکونو له سخت ځوابیه او تعرضي برید سره مخ شول.
نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو په بریدونو کې دوه سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي، چې روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
خو په وینا یې د افغان ځواکونو په ځوابیه او تعرضي برید کې ۳۶ وسله وال طالبان وژل شوي او ۵۲ نور ټپیان شوي دي.
طالبانو تر اوسه د دواړو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:لغمان