د افغانستان سترې محکمې تایید کړه، چې د غزني ولایت د استیناف محکمې د عامه امنیت دیوان رییس قاضي عبدالمتین عطايي په یوه غلکچي برید کې وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ستره محکمه وايي، دغه پېښه وړمه ورځ د زمري ۱۹ مه د غزني ښار د دویمې حوزې اړوند د هندوانو په کوڅه کې رامنځ ته شوې ده.
راپورنه وایي، قاضي عطايي له دندې څخه د کور په لور روان و، چې په یاده سیمه کې نامعلومه وسله والو پرې برید کړی او ځای پر ځای یې وژلی دی.
تر اوسه د عطايي د وژنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د کابل د چهار آسیا د ابتداییه محکمې سرپرست هم په یوه برید کې د سختو ټپو اخیستو وروسته ساه ورکړې ده.
جمهورخبري آژانس:غزني