۰

ناټو: د نوي افغان حکومت په رسمیت پېژندل د طالبانو په چلند پورې تړلی

شنبی ۱۳ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۱۹
د ناټو عمومي سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، د افغانستان د نوي حکومت په رسمیت پېژندل د طالبانو په کړو وړو پورې تړلی دی.
ناټو: د نوي افغان حکومت په رسمیت پېژندل د طالبانو په چلند پورې تړلی
د ناټو عمومي سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، د افغانستان د نوي حکومت په رسمیت پېژندل د طالبانو په کړو وړو پورې تړلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سټولټنبرګ له رویټرز خبري آژانس سره تازه مرکه کې ټینګار کړي، چې د نړیوالو له خوا د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندل په راتلونکي کې د طالبانو د حکومت په چلند پورې تړلې پرېکړه بللې.

نوموړي ویلي، اوس د افغانستان د نوي حکومت په اړه قضاوت به له وخته مخکې وي، موږ به دا قضاوت د دوی د عمل په اساس وکړو نه د خبرو.

ښاغلي سټولټنبرګ زیاته کړې«موږ به له طالبانو سره د دوی د ژمنو له مخې حساب وکړو- دا چې افغانستان به د نړیوالو تروریستانو په ځاله نه بدلېږي، بشري حقونو، په تېره د ښځو حقونو ته به درناوی کېږي او هغو خلکو ته به اجازه ورکول کېږي چې غواړي له دې هېواده ووځي.»

دا په داسې حال کې ده، چې اروپايي ټولنې هم له طالبانو سره د اړیکو او تعامل په اړه خپل شرایط اعلان کړي او وايي، طالبان باید دا ضمانت ورکړي، چې افغانستان به بیا هېڅکله د ترهګرو په ځاله نه بدلېږي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر ویلي، طالبان باید د بشري حقونو او په تېره د ښځو د حقونو درناوی وکړي، ټولمنلی حکومت جوړ کړي، بشري مرستو ته لار ورکړي او بهرنیو وګړو او هغو افغانانو ته د وتلو اجازه ورکړي چې غواړي له دې هېواده و وځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي